د هرات والي شیخ مولانا اسلام جار د قزاقستان له سفیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اسانتیاوو پر زیاتوالي خبرې وکړې.

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۹:۲۵
sfsfsf

په دې کتنه کې چې د هرات ولایت د والي مرستیال، د بهرنیو چارو وزارت د نمايندګۍ مرستيال او د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رئیس په ګډون جوړه شوې وه، دواړو لورو د سوداګرۍ د اسانتیاوو د پراختیا او د سوداګرۍ د حجم پر زیاتوالي خبرې وکړې. د سوداګرو تر منځ د تبادلې، د ګمرکي تعرفو د کمولو او د سوداګرو د ستونزو د حل او د ویزو د ورکړې په اړه بحث او توافق وشو.
له بلې خوا په هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه چې د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو ترمنځ د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو او د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي په هدف جوړه شوې وه، د سیمه ییزو چارواکو، سوداګرو او پانګوالو په حضور کې پرانیستل شوه.