د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ۲۹ منسوبین د Core IMS سیسټم له روزنیز پروګرام څخه فارغ شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۳۶
sfa

د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیالۍ ۲۹ تنه منسوبین د Core IMS سیسټم له روزنیز پروګرام څخه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د تقاضا د کمښت رییس مولوي شمس‌الله رشاد، د ښوونې او روزنې مدیر مولوي محمد حقاني، یو شمېر مدیرانو او د یادې معینیت منسوبینو ګډون کړی و.

غونډې ته د وینا پر مهال مولوي شمس‌الله رشاد دغه روزنیز پروګرام مهم وباله او له فارغانو یې وغوښتل چې ترلاسه کړې زده کړې په خپلو ورځنیو کاري چارو کې عملي کړي. نوموړي وویل، د ننني عصر اړتیا دا ده چې په اداري او مسلکي چارو کې له ټکنالوژۍ او عصري سیسټمونو څخه اغېزمنه ګټه واخیستل شي.

ورپسې د ښوونې او روزنې مدیر مولوي محمد حقاني وینا وکړه او ویې ویل، دا د ویاړ ځای دی چې نن ۲۹ تنه مجاهدین او منسوبین د یوه مهم سیسټم روزنه په بریالیتوب سره بشپړوي او د فراغت سندونه ترلاسه کوي.

غونډه د خیر په دعا او فارغانو ته د تصدیق‌لیکونو په وېشلو سره پای ته ورسېده.