د نشهيي توکو سره د مبارزې ځواکونو په جلا جلا عملیاتو کې۳۰ کیلوګرامه چرس په کندهار ولایت کې، نږدې ۱۵ ټنه ومان او ۷۲۰ لیتره تیزاب په غور ولایت کې، او سلګونه د نشهیي ټابلیټونو ګولۍ او نور نشهیي توکي د هېواد په څو نورو ولایتونو کې کشف او ضبط کړي دي.
همدارنګه د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د هېواد په څو ولایتونو کې ۳۷ تنه د نشهيي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیولي چې د لومړنیو څېړنو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.