د خوست امنیه قومندانۍ د پلان اوپراسیون ۴۹ منسوبین له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۴:۳۱
ASD

د خوست امنیه قومندانۍ د ښوونې او روزنې مدیریت اړوند د طارق ابن زیاد تعلیمي مرکز له لوري د پلان اوپراسیون مدیریت ۴۹ منسوبینو ته مسلکي ښوونیز سیمینار ورکړل شو، چې د ځانګړو مراسمو پر مهال فارغانو ته تصدیق‌پاڼې ووېشل شوې او مسؤلینو د ویناوو پر مهال د منسوبینو د اداري او مسلکي وړتیاوو د لوړوالي ستاینه وکړه او دا یې د امنیتي او اداري چارو د لا ښه تنظیم لپاره مهم ګام وباله.

په غونډه کې د پولیسو د روزنې پر دوامدارو پروګرامونو ټینګار وشو او له فارغ شویو منسوبینو وغوښتل شول، چې ترلاسه کړې زده کړې د اداري جوړښتونو د پیاوړتیا او دندو د اغېزمن ترسره کېدو لپاره وکاروي. په مراسمو کې د امنیه قومندانۍ یو شمېر مسؤلینو او منسوبینو هم ګډون کړی و.