د بدخشان ولایت په نسي ولسوالۍ کې یو غل له غلا شویو توکو سره ونیول شو

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۴:۱۹
sdfgsdg

د بدخشان ولایت د امنیې قومندانۍ امنیتي ځواکونو هغه غل ونیوه چې د نسي ولسوالۍ د سرو زرو له یو پلورنځي څخه یې د سرو زرو او نورو قیمتي توکو غلا کړې وه.
یاد غل پرون د نسي ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د کوف‌آب ولسوالۍ د کشفي ځواکونو په همغږۍ وپېژاند او له غلا شویو توکو سره یې ونیوه.

له دغه غل څخه ۷۰ دانې ګرځنده ټیلیفونونه، یو کیلوګرام سره زر، دوه کیلوګرامه سپین زر، او یو شمېر نور زیورات او قیمتي توکي ترلاسه شوي دي.