د امنیتي کامرو مسلکی انجینر دوه بست
Publish Date
Closing Date
د دندې لایحه
1- د امنیتي کامرو لپاره پلان او پالیسي جوړول.
2- د امنیتي کامرو د تخنیکي کارونو د ښه ترسره کیدو لپاره تخنیکي مشورې جوړول.
3- د تخنیکي پلوه د امنیتي کامرو لپاره عملیاتي پلان جوړول او تطبیقول.
4- د ضرورت په وخت کې د نویو امنیتي کامرو د نصبولو لپاره ځای معلومول او د هغې مثبته نتیجه لیدل.
5- د خپل پرسونل د ظرفیت لوړونې لپاره له هغوی سره همکاري کول.
6- د خپلو کارونو د اونیزو میاشتنی، ربعوار او کلنې پلانونو جوړول او تطبیقول.
7- په هر وخت کې د (IT) انجینرانو کنترول، نظارت او د هغوی د کارونو ارزیابي کول.
8- د تخنیکي پلوه د امنیتي کامرو سیستم کنټرولول.
9- د امنیتي کامرو د ټولو پنلونود د راپورونو جمع کول.
د دندې شرایط
1- کاندید باید د کمپیوتر ساینس پوهنځی له یوې څانګې ( سافټویر انجینیرینګ، ډیتابیس او یا هم نیټورک) څخه فارغ وي.
2- فایبر سره پوره بلدیتا ولري.
3- په اړونده بخش کې څلور کلنه کاري تجربه ولري.
4- امنیتي کامرو سره پوره بلدتیا ولري.
5- د نیټورک Topology په ټولو ډولونو بانډې پوه وي.
6- په اړونده بخش کې یې پرکټیکل (عملی) کار کړي وي.
7- CCNA او CCNP یې کړي وي.
مینوال کولی شي چې خپله پېژندنه او سي وي د خبرتیا د نشر له تاریخ څخه تر یوې اونۍ پورې د دندو د لایحې سر سم د بشري سرچینو ریاست ویب پاڼې ته په دغه لینک کې https://jobs.moi.gov.af واستوي او خانې یې ډکې کړي. همداراز خپل تعلیمي اسناد او کاري تجربه دې هم له وړاندیز سره سم یادې شوي ویب پاڼې ته واستوي.