خوست کې ۲۲ تنه د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول شول
د خوست امنیه قوماندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۲۲ تنه د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه زرګونه دانې بېلابېل نشهیي ټابلیټونه، یو اندازه شیشه، چرس او هیرویین هم ترلاسه شوي دي.
نیول شویو کسانو په خپلو لومړنیو اظهاراتو کې اعتراف کړی، چې یاد نشهیي توکي یې د قاچاق او پلور په موخه ساتلي وو.