تخار او فاریاب کې د نشه يي توکو څلور پلورونکي او قاچاقبران ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۵ - ۹:۳۴
4

له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار او کلفګان ولسوالۍ او د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښار په اړوند سیمو کې د څلورو بېلو عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له دې منځه تخار کې درې تنه له شپږو کیلو ګرامه چرسو، ۱۰۱ قرصه تابلېت کا، ۱۹۷ ګرامه ښیښه او یو عراده موټر سره یو ځای نیول شوي دي.
همداراز پولیسو د فاریاب ولایت د میمنې ښار د پنځمې ناحیې په اړوند سیمو کې هم یو کس د یو شمېر هیرویینو او امفتامینو د پلور په تړاو نیولی دی.