بغلان کې یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط شول
د بغلان ولایت د دهنهغوري ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ منسوبینو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي.
د یادو عملیاتو پر مهال ۲۵ میله توپنچې، ۱۹ د تومانچو شاجورونه، د بېلابېلو وسلو لسګونه مرمۍ، دوه لاسي بمونه، اووه د کلاشینکوف شاجورونه او شپږ د M16 شاجورونه ترلاسه شوي دي.