د آنلاین پاسپورټ فورمې سیسټم پرانیستل شو.

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۲/۲۱ - ۱۶:۴۶
01

نن د کورنیو چارو او مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ وزارتونو تر منځ د مخکینۍ شوې هوکړې له مخې؛ د آنلاین پاسپورټ فورمې سیسټم پرانیستل شو.
د آنلاین پاسپورټ فورمې سیسټم په پرانیست غونډه کې د کورنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر، د مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ وزیر، د کورنیو چارو او مخابراتو او مالوماتي تېکنالوژۍ وزارتونو مرستیالانو، د پاسپورټ د عمومي ریاست رییس او منسوبینو او یو شمېر نورو دولتي لوړ پوړو چارواکو ګډون درلود.
د کورنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر محمد مسعود اندرابي، برېښنايي حکومتوالي د وخت اړتیا یاد کړه او زیاته یې کړه چې د کورنیو چارو وزارت هوډ لري؛ تر څو ورځ تر بلې په یاد وزارت کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه برېښنايي سیسټمونه رامنځته کړي.
محمد مسعود اندرابي د پاسپورټ سیسټم آنلاین کېدل د هېوادوالو د غوښتنو د پوره کولو بېلګه یاد کړه او وویل، چې د آنلاین پاسپورټ له لارې خلک کولای شي په پوره، بېړنۍ او ډاډمنه توګه خپل پاسپورټ ترلاسه او له هر ډول جعل، تذویر او فساد څخه مخنیوی او د روڼتیا تضمین په خپلو سترګو وویني.
ښاغلي اندرابي هېوادوالو ته پر وخت د آسانتیاوو برابرول او د دوی د رضایت ترلاسه کول خپله موخه یاد کړه او وویل چې کورنیو چارو وزارت به په ټول هېواد کې د خلکو شته غوښتنو ته رسیدګي وکړي او د چوپړتیاوو د وړاندې کولو پروسې به رڼې، آسانه او معیاري کړي.
د دې ترڅنګ؛ د مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ وزیر شهزاد ګل آریوبي د آنلاین پاسپورټ پرانیسته د افغانستان د تېکنالوژۍ د ودې په برخه کې یو لوی مثبت ګام یاد کړ او وویل، چې د آسان خدمت یوه مهمه موخه د عامه خدماتو آسانول او برېښنايي کول دي.
شهزاد ګل آریوبي د آنلاین پاسپورټ سیسټم په نړیوالو معیارونو برابر سیسټم یاد کړ او زیاته یې کړه، چې دا سیسټم د سایبري امنیت له مخې هم ډېر غښتلی او پرمختللی دی؛ چې کولای شي د ورځې د ټولو وېشل شویو پاسپورټونو کره شمېره هم ډېره په اسانه توګه روښانه کړي.
همداراز؛ د پاسپورټ عمومي رییس پاسوال سید عمر صبوري د آنلاین پاسپورټ فورمې د سیسټم د پيلېدو زېری ورکړ او وویل، چې د پاسپورټ د وېش په لړۍ کې لس برابره چټکتیا راغلې او دا لړۍ به د هرې ورځې په تېرېدو سره نوره هم آسانه شي.
سید عمر صبوري وویل، چې د وخت له ضایع کېدو د مخنیوي په موخه یې ډېری برخې سره یو کړې، چې د پاسپورټ په برخه کې د برېښنايي پېژند پاڼې، لایسنس او بایومېټریک د اړتیا وړ مالومات هم په کې ځای پر ځای شوي دي.
د یادولو وړ ده؛ چې د آنلاین پاسپورټ فورمې سیسټم چارې د مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ په اډاڼه کې د آسان خدمت ادارې له خوا ترسره شوې؛ چې د پاسپورټ د اخیستلو پروسې یې له ۱۶ څخه ۴ ته لنډې کړې او د پاسپورټ د غوښتونکو لپاره یې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته کړې دي.