څوک چې د ډاکټرانو پر وړاندې ناوړه چلند وکړي او د روغتیا پانګو ته زیان ورسوي، نیول کېږي

jamil-moi
7

په هېواد کې د کورونا درېیمه څپه په شدت سره روانه ده. هر کله چې پدې ویروس اخته کېږو او د درملنې په موخه روغتون ته ځو، هلته باید د ډاکټرانو او صحي ټیم پر وړاندې په پوره زغم او حوصلې چلند وکړو. په سختو ورځو کې باید د ډاکټرانو تر څنګ ودرېږو؛ نه دا چې تحقیر او توهین یې کړو. 
په وروستیو کې کله چې پر کورونا اخته ناروغ په یوه روغتون کې ساه ورکوي، د ناروغ اقارب ډاکټران وهي او د روغتون وسایل له منځه وړي. دا چاره د منلو نده او د غبرګون تر څنګ خبرداری ورکول کېږي، چې هر هغه څوک چې د ډاکټرانو پر وړاندې له ګواښ او زور کار واخلي، نیول کېږي او عدلي او قضایي بنسټونو ته به ور وپېژندل شي. 
ډاکټران پدې سختو شرایطو کې د دې وضعیت د مهار او د کوېډ۱۹ ناروغانو ته د رسېدنې په پار خپله وسه او هڅه کوي. دا نړیواله ستونزه ده او یوازې په افغانستان پورې اړه نه لري. بلخوا زموږ ټولنیز او فردي مسوولیت هم مهم دی چې هر یو باید پدې برخه کې خپل چلند او درملنې ته پاملرنه ولرو.

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements