په کورنیو چارو وزارت کې د ترکمنستان له سفیر او ټاپي له اجرائيه رئيس سره ليدنه وشوه
تیره ورځ د کورنیو چارو وزارت او دفاع وزارت نماینده ګانو د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له اجرائيه رئيس مایرات امانوف سره ولیدل.
د کورنیو چارو او دفاع وزارت له لورې د دوي سره د ټاپي پروژې بشپړ امنيتي پلان شریک شو.
سفیر او اجرائيه رئيس له امنيتي پلوه ډاډ څرګند کړ او ويې ویل: د ټاپي چارې نور بشپړ شوي او په نږدې راتلونکې ورځو کې به يې چارې عملا پیل شي.