میدان وردګو کې د ټاکنو د امنیت ساتلو په تړاو د همغږۍ ګډه غونډه جوړه شوه.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۸ - ۱۱:۱۵
ل

د ميدان وردګو ولايت امنيه قومندان مل پاسوال محمد ويس صميمي د ميدان وردګو ولايت د ښځو چارو په رياست او د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې پر ولسمشريزو ټاکنو د څار بنسټونو او حکومتي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ او همدارنګه د ټاکنيز بهير په اړه جوړو شویو غونډو کې ګډون وکړ.
 په يادو غونډو کې د والي جنرال مظفرالدين يمين سربېره د ټاکنو د ولایتي خپلواک کمېسيون ریيس فريد عمر، ګڼ شمېر ښځو، ځوانانو، خبریالانو او د مدني ټولنو استازو هم ګډون کړی و.
ښاغلي صميمي په ټاکنيز بهير کې د ښځو ګډون، اهميت او همدارنګه د رسنيو، ځوانانو او مدني بنسټونو د څار او ارزښت په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه چې په دې بهير کې د ښځو ګډون خورا مهم دى، بايد د ولسواکۍ اصل ته په پام  له خپلو حقوقو برخمنې شي او د هېواد د برخليک په ټاکلو کې خپل مسووليت ترسره کړي، همدارنګه يې په ټاکنو د څار بنسټونو، ځوانانو، ديني عالمانو او مدني ټولنو غړو رول اړين وباله او زياته يې کړه، دا چې خلک پر ولسواکۍ باوري شي نو پکار ده چې د ټاکنيز بهير روڼتيا تضمين شي او دا روڼتيا هغه وخت تضمينېدلاى شي چې د ټاکنو په اړه ديني عالمان، مدني فعلان، قومي مشران او ځوانان خپل مسووليت اداء او  په دې برخه کې د بېلابېلو پروګرامونو او غونډو په ترڅ  کې عامه پوهاوى او ذهنيت سازي وکړي.
مل پاسوال محمد ویس صمیمي د ټاکنو د امنیت ساتلو په اړه خلکو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه به پوره توان سره د دې ملي پروسې د روڼتیا او امنیت ساتلو په برخه کې هلې ځلې وکړي او خلکو ته به د رایې کارونې زمینه برابره کړي.