د کورنيو چارو وزير دميدان وردګ ولايت نرخ ولسوالۍ ته سفر وکړ
د کورنيو چارو وزير قدرمن خليفه سراج الدين حقاني د ميدان وردګ ولايت نرخ ولسوالۍ صدمردې سيمې ته په سفر کې د دې ولايت له يو شمير سيمه ييزو مسؤلينو، قومي مشرانو، سپن ګيرو او ځوانانو سره وکتل.
د چارو ادارې د پلان او ارزوني ریس مولوي محمد نعيم نصرت، خليفه صاحب ته د ښه راغلاست تر څنګ يادې سيمې ته د خليفه صاحب په ورتګ خوښي څرګنده کړه.
د سيمې اوسيدونکي او قومي مشر حاجی عین الدین ستانکزي، جهادي بهير کې د ميدان وردګ په ځانګړې توګه د نرخ ولسوالۍ د اوسيدونکو د قربانيو يادونه وکړه او ټينګار يې وکړ چې د ميدان وردګ ټول ولس د اسلامي امارت له پرېکړو هرکلی کوي او ملاتړي يې دي.
خليفه صاحب دې غونډې ته په وينا کې د ميدان وردګ د خلکو قربانۍ وستايلې او مجاهدينو ته يې له خلکو سره د نرم چلند سپارښتنه او ټينګار وکړ.