د بلخ والي ازبکستان هیواد  ته د سفر په لړ کې د سمرقند ولایت مسؤلینو او علماوو سره وکتل

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۲ - ۹:۲۰
بللشس

د بلخ والي حاجي محمدیوسف وفا په مشرۍ د ولایتي چارواکو یو لوړ پوړی پلاوی ازبکستان هیواد ته د رسمي سفر په ترڅ کي د یاد هیواد د تاریخي ولایت سمرقند له مرستیال والي، ځایيٍ مخورو، علماءکرامو او شیخانو سره وکتل.
 په یاد پلاوي کې د بلخ د علماو شورا رئیس مولوي سعید هاشمي،  د بلخ امنیه قومندان ملا عبدالظاهر مدثر، د ۲۰۹ الفتح قل اردو اړوند د سرحدي لیوا مسئول مولوي جاوید، د بلخ د بهرنیو چارو رئیس مولوي امین الله صادق، د بلخ د صنعت او تجارت رئیس قاري امیر محمد، د ګمرک رئیس مولوي موسی کلیم، د اوسپنې پلټلۍ رئیس، عامي روغتیا رئیس او د بلخ ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي سلطان محمد سعید شامل وو.
 په سر کې دوی د ازبکستان هیواد د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله ایرگشوف سره په یوه ناسته کې ولیدل او پر یوشمېر اړینو موضوعاتو یې بحث وکړ.
په یاده لیدنه کي لومړی د بلخ والي حاجي محمد یوسف وفا له دواړو هیوادونو له علما کرامو څخه غوښتنه وکړه، چي اسلام ته دې د خپلو دیني ښوونو په وسیله دوام پرمختګ ورکړي، په خپلو منځونو کي دې یوالی او اتفاق ټینګ وساتي او د علماوو په وسیله دې د ولس ستونزي تر مسؤلینو ورسوي. همدارازر په غونډه کې د بلخ او سمرقند ولایت ترمنځ د ستونزو د حل او علماوو ترمنځ د ښې همږغۍ اړوند بحث او خبري اترې هم وشوې.
دغه راز، د دواړیو لوریو ترمنځ د علم پر پراخوالي، اشاعت، د هیوادونو د تاریخ، د بیا اعادې او نورو علمي پرمختګونو اړوند بشپړ بحث او خبري وشوې.
وروسته یاده غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده