کورنیو چارو وزارت د تېر ۱۴۴۵ هجري سپوږمیز کال لاسته رواړنې له رسنیو سره شریکې کړې

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۴:۲۱
sfgdcd

کورنیو چارو وزارت نن سه شنبې د روان ۱۴۰۳ کال د وږي په ۶ مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې "د امارتي ادارو د کلنیو لاسته راوړنو د شریکولو پروګرام"په لړ کې د خبري کنفرانس له لارې دددغه وزارت د تېر یو کال کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

په دغه پروګرام کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري سربېره، د مقام د دفتر لوی رییس مولوي زین الله عابر، د وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع، د امنیتي چارو ستر معینیت د دفتر رییس قاري احسان الله سهیل او نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت د دفتر رییس مولوي حسیب الله احمدي ګډون کړی و.
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري یاد خبري کنفرانس ته وویل: اوسمهال د وزارت ټول فعالیتونه د ستراتېژیک پلان په اساس تنظیم او مدیریت کېږي. د عامه نظم او امنیت د ټینګښت په موخه د عالیقدر امیر المؤمنین ( حفظه الله) فرمانونه، د محکمو پرېکړې او د وزارت د رهبرۍ لارښوونې پر وخت تنفیذ او عملي کېږي.
هغه زیاته کړه چې؛ له څلور لسیزو وروسته افغانستان د لومړي ځل لپاره د سرتاسري امنیت شاهد دی، خلک په خوندي او ډاډمنه فضاء کې ژوند کوي او په ډاډ له یوه ولایت څخه بل ولایت ته سفر کوي.
ښاغلي عمري د امنیت د ټینګښت په اړه زیاته کړه: د امنیتي ځواکونو د دوامداره او نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې د هېواد په سطحه د جرمونو په کچه کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی. 
هغه وویل: پولیسو ته په وروستي یوه کال کې د اختطاف د ۳۸ پېښو په اړه خبر ورکړل شوی او امنیتي ځواکونو یې پر وړاندې ۲۵۰ عملیات تر سره کړي، چې په پایله کې یې ۷۶ تنه سړي تښتوونکي نیول شوي او ۳۴ تنه نور یې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.
هغه وویل؛ د امنیتي ځواکونو د مسلکي کېدو او پیاوړتیا برخه کې اساسي ګامونه اوچت شوي، د ملي پولیسو ښوونیز مرکزونه په ښه ډول تجهیز او ملي پولیس اوسمهال د شریرو عناصرو د هر ډول شومو موخو او پلانونو د شنډولو وړتیا لري. دغه راز، په تېر کال کې ۴۵۰ تنه محصلین د لېسانس په کچه، د کمیسارۍ او داخل خدمت له پروګرامونو څخه فارغ شوي، د ۳۲۵ ښځو په ګډون، ۶۷۳ تنو د ظرفیت لوړونې پروګرامونو کې برخه اخیستې، ۲۴ زره تنو اساسي، اختصاصي او ساتنمني زده کړې کړي او اوسمهال ۳۲ زره تنه په زده کړو بوخت دي. ۲۰۵۱۵ تنه د افسرۍ او ۱۵ زره او ۶۰ تنه د ساتنمنۍ په بستونو کې ګمارل شوي، همدارنګه ۳۵۵۸۴ سرتېري هم د امنیتي ځواکونو لیکو کې جذب شوي دي.
 د وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع غونډې ته وویل:  چې د عالیقدر امیر المؤمنین (حفظه الله) د فرمان په صادرېدو سره، د نشه یي توکو د کښت، تولید، قاچاق او استعمال د مخنیوي په موخه، جدي اقدامات تر سره شوي، د هېواد په کچه د کوکنارو کښتونه له منځه وړل شوي، روږدي کسان تر درملنې لاندې نیول شوي او د یادې پدیدې له عاملینو سره جدي او قانوني چلند شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې په وروستي یوه کال کې ۳۶۴۳ ټنه بېلابېل نشه یي توکي کشف او ترلاسه شوي، د نشه یي توکو، الکولي مشروباتو او نشه راوړونکو ټابلېټونو د تولید او پروسس ۷۹۰ کارخونې له منځه وړل شوي، ۱۰۵۶۴ شکمن کسان نیول شوي، ۲۷۸۹۱ روږدي کسان د درملنې مرکزونو ته معرفي شوي او ۱۷۶۵۱ هکټاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.
ښاغلي قانع وویل؛ په تېر کال کې د هېواد په هوایي ډګرونو کې د ۱ میلیون او ۹۵۰ زره ډالرو، ۸۴۵ زره یورو، ۴ میلیونه او ۸۳۰ زره سعودي ریالو او ۱۰۰ زره درهمو، له قاچاق څخه مخنیوی شوی دی. د دې ترڅنګ، ۳۴۴ کیلوګرامه نشه یي توکي او څه باندې یو کیلوګرام سره زر هم کشف او ترلاسه شوي دي او له دې پېښو سره په تړاو ۵۹۱ تنه هم نیول شوي دي.
همدار راز د قانع په وینا چې د خدمتونو وړاندې کول لکه د پاسپورټونو او ترافیکي اسنادو وېش، د طبیعي پېښو قربانیانو ته رسېدنه، د جرمونو کموالی او د وسلو او وسایطو قانوني کول، د تېر کال په اوږدو کې د دغه وزارت له مهمو کړنو څخه دي.
هغه وویل، وروستي یوه کال کې په ټولیز ډول ۱ میلیون او ۷۴۵ زره پاسپورټونه وېشل شوي. پر دې سربېره ۵۰۰ زره راسته اشترنګ موټر په سیستم کې ثبت شوي، چې له دې جملې څخه ۲۵۰ زره موټرو ته موقتي پلېټونه وېشل شوي او د موقتي پلېټونو د وېش لړۍ لا هم روانه ده.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تېر کال د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) په مشرۍ د والیانو او لوړپوړو مسؤلینو په ګډون، د همغږۍ غونډه ترسره شوې، چې په کې د مرکزي او ولایتي ادارو ستونزې اورېدل شوي او د محلي حکومتولۍ د پیاوړتیا، غوره خدمتونو وړاندې کولو او له خلکو سره د ښې همغږۍ د تامین په موخه، اړینې لارښوونې شوي دي.