۹ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۷ تنه د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو نیولي دي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۴:۵
afsadd

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو ۱۶ تنه کابل ښار کې د څو جلا عملیاتو په مهال او ۱۱ تنه په پکتیا، کاپیسا، نیمروز، پروان، اورزګان او هرات کې نیولي دي.
له نیول شویو کسانو ۳ کیلو ګرامه چرس، یوه اندازه هیرویین، شیشه او ۷۹۴ نشه یي ګولۍ هم ترلاسه شوي دي.