امنیتي ځواکونو؛ ۲۳ تنه له ۹ ولایتونو څخه نیولي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۰:۳
ششش

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې، د پولیسو ځواکونو ۲۳ تنه د غلا، قاچاق، قماربازۍ، د عامه امن اخلالولو او غیر قانوني وسلې لیږدولو په تړاو نیولي.
له دې ډلې، ۳ تنه د غلا او یو بل تن د قاچاق په تړاو په نیمروز کې، ۴ تنه د قماربازۍ په تړاو په بلخ ولایت کې، دوه تنه د غلا په تړاو په سمنګانو کې، ۴ حرفه یي او وسله وال غله په کاپیسا کې، ۴ تنه د عامه نظم د اخلالولو په تړاو په پنجشیر کې، یو تن د غیرقانوني وسلې لیږد او یو بل تن د غلا په تړاو په غزني او دری نور غله په هرات، ارزګان او زابل ولایتونو کې نیول شوي.