خوست کې د ولایتي مسؤلینو او قومي مخورو په منځګړتوب د دوو کورنیو د څو کلونو دښمنۍ روغه جوړه وشوه.

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۱:۲۴
gdgd

په جرګه کې د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت له قومي مخورو او دینې عالمانو مننه وکړه چې دواړه کورنۍ یې روغې جوړې ته رابللې دي. هغه وویل چې د اسلامي امارت له بري وروسته په خوست کې د مسؤلینو او قومي مخورو په منځګړتوب لسګونه قومي او کورنۍ دښمنۍ حل شوي دي.