بدخشان کې؛ پولیسو څه باندې ۸۷۰ جریبه نشه یي کروندې له منځه وړي

په ولایتونو کې د نشه یي کروندو د له منځه وړلو په دوام پولیسو ۲۱۸ جریبه نشه یي کښت د بدخشان مرکز فیض اباد ښار او ۱۸۱ جریبه د بدخشان په ارګو ولسوالۍ، ۱۱۵ جریبه په داریم ولسوالۍ، ۱۱۴ جریبه په کشم ولسوالۍ، ۱۱۳ جریبه په جرم ولسوالۍ، ۶۹ جریبه په یمګان ولسوالۍ، ۴۱ جریبه په تشکان ولسوالۍ او ۲۱ جریبه نشه یي کروندې د یاد ولایت په خاش ولسوالۍ کې له منځه وړي دي.