۷ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۹ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۹:۵۲
qweqeqe

امنیتي ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې په تخار، بلخ، هرات، ننګرهار، پکتیکا او پروان کې ۲۲ کسان د غلا، وژنې، زور ویلو او نورو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.

له منځه یې، تخار کې اووه تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو، پنځه مجرمین په بلخ، هرات کې دوه تنه د زور ویلو او درې تنه د غلا په تړاو، دوه غله په ننګرهار، یو تن د خپلې مور د وژلو په تړاو په پروان او دوه غله په پکتیکا کې نیول شوي دي.

ورته مهال، د کندز پولیسو تېرو اوو ورځو کې اووه تنه د غلا په تړاو نیولي دي.