د قطر هیواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د دولت وزیر دکتور محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخليفي او مل پلاوي د ا.ا.ا د کورنيو چارو له سرپرست وزير محترم خليفه سراج الدین حقاني سره وکتل.
دې کتنه کې په دوه اړخيزه سیاسي او اقتصادي مسائلو خبرې وشوې او دواړو لورو توافق وکړ چې دوه اړخيزه همکاريو ته به پراختيا او دوام ورکړي.
راغلي پلاوي د قطر أمير او قطري ولس نېکې هيلې، له سرپرست وزير سره شريکې کړې او زیاته يې کړه چې قطر به په هر ډول حالاتو کې د ورور هيواد، افغانستان تر څنګ ولاړ وي. نوموړي هيله وښوده چې افغانستان په سیاسي، امنيتي او اقتصادي برخو کې پياوړی شي او لا پر مختګ وکړي.
په پای کې د کورنيو چارو وزارت سرپرست، د ياد پلاوي له نېکو هيلو مننه وکړه او د افغانستان په اړه يې د ورور هيواد قطر هڅې د قدر وړ وبللې. خليفه صاحب دغه راز د قطر له دولت څخه مننه وکړه چې د ورستيو اورښتونو له امله یې د سيلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرستې کړي دي.