۹ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۳ تنه نیولي او وسلې او مهمات یې موندلي

امنیتي ځواکونو د هیواد په اوو ولایتونو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د غلا، د وژنې د نیت لرلو، ناقانونه وسلو ګرځولو او ناسمه ګټه اخېستو په تړاو ۲۳ تنه نیولي دي.
له منځه یې، هرات کې پنځه غله، یو تن د ناسمه ګټه اخېستو او غصب په تړاو، پنځه جوارګر په سمنګان، پنځه تنه د غلا په تړاو په تخار، درې مجرمین په بلخ، دوه غله په نیمروز، یو غل په پکتیا او یو تن د ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو په اورزګان کې نیول شوی دی.
ورته مهال، ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو په دایکندي او پروان کې زرګونه درنې او سپکې مرمۍ موندلي او ضبط کړي دي.