بدخشان کې؛ پوليسو ۵۶۱ جريبه نشه يي کروندې له منځه وړي
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د بدخشان په ارګو، بهارک، کشم او مرکز بدخشان کې ۵۶۱ جریبه د کوکنارو کروندې اړولي دي.
له منځه یې،۱۳۱ جریبه په ارګو ولسوالۍ، ۱۰۸ جریبه نشه یي کښتونه په داریم ولسوالۍ، ۸۵ جریبه په جرم ولسوالۍ، ۶۰ جریبه په بهارک ولسوالۍ، ۵۴ جریبه په کشم ولسوالۍ او ۱۲۳ جریبه ځمکه په مرکز فیض اباد ښار کې له کوکنارو پاکه کړې ده.