امنیتي ځواکونو؛ په ۶ ولایتونو کې ۲۵ تنه نیولي

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۰:۱
fsfsff

پولیسو شپږو ولایتونو کې ۲۵ تنه د غلاوو، قاچاق، درغلۍ او اخلاقي فساد په تړاو نیولي دي.
له منځه یې، سرپل کې شپږ تنه د جنایي جرمونو په تړاو، څلور تورن کسان په نیمروز، شپږ غله په زابل، دوه تنه د غلا په تړاو په بلخ او دوه تنه د جعلي سره زرو د پلور په تړاو په هرات کې پولیسو نیولي دي.