۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۴ تنه نیولي او د کوکنارو کروندې یې له منځه وړي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۰:۸
سبس

پولیسو د نشه یي کروندو د له منځه وړلو په عملیاتو کې نهه جریبه کوکنار په لغمان، اته جریبه د بلخ په چمتال ولسوالۍ او څو جریبه نور په سرپل ولایت کې اړولي دي.

ورته مهال  امنیتي ځواکونو د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې یو تن له څه باندې ۱۲ کیلو ښېښې، ۲ کیلو هرویینو او یو زر او ۱۲۰ نشه یي ګولیو سره نیولی دی.
 
همداراز پولیسو د نشه يي توکو د خرڅلاو په تړاو دوه تنه په کنړ کې له یو کیلو چرسو سره او یو تن په جوزجان کې نیولی دی.