امنیتي ځواکونه: ۲۷ تنه په ۹ ولایتونو کې نیول شوي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۰:۳۳
sfsfsf

پولیسو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۷ تنه د غلا، قتل، قمار، ناقانونه وسلو لرلو، ځورونې او قاچاق په تړاو نیولي دي.

له منځه یې، هرات کې دوه تنه د وژنې او څلور وسله وال غله، څلور تنه د غلا په تړاو په لغمان، څلور تنه د وسلو د ناقانونه لېږد او درې غله په تخار او دوه غله په نیمروز کې نیول شوي دي.

ورته مهال، پولیسو درې تنه د خوراکي او غیر خوراکي توکو د قاچاق په تړاو په هلمند، درې تنه په پروان کې د وژنې او ټپي کولو په تړاو، دوه تنه د ځورونو په تړاو په کاپیسا، یو تن د وژنې په تړاو په نورستان او یو تن په د وسلو د ناقانونه ساتلو په تړاو په کندز کې نیولی دی.