۱۰ ولایتونو کې؛ د ۱۳ تنو نیولو ترڅنګ نشه یي کروندې ویجاړې شوي

moi-af
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۵:۹
sffsffsf

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د نشه یي کروندو د له منځه وړلو په دوام لسګونه جریبه د کوکنارو کروندې په ننګرهار، لغمان او نیمروز کې له منځه وړي دي.
همداراز، پولیسو د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو یو تن په خوست کې له ۵ کیلو چرسو سره، ۴ تنه په غزني، درې تنه په جوزجان، درې په بغلان او دوه تنه په کابل او سرپل کې نیولي او د پکتیا ولایت په پټان ولسوالۍ کې یې ۹۰۰ ګرامه شیشه ترلاسه کړې ده.