د جلب او جذب لویې قوماندانۍ د ۳۴ ولایتونو او ساحوي زونونو د جلب او جذب قومندانانو او مرستیالانو د وړتیا لوړونې درې ورځنی ښوونیز او لارښود سیمینار پای ته ورسید.

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۰:۶
sfsfsf

د پای په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د اداري چارو مرستیال الحاج ستر پاسوال مولوي نور جلال جلالي، د پولیسو اکاډمۍ لوی قومندان مولوي عبدالحکیم (همت) اخندزاده، د پولیسو لوړو زده کړو (وړتیا لوړونې کالج) لوی قومندان پاسوال مولوي عبدالهادي منعم، د جلب او جذب لوی قومندان پاسوال شیخ امیر اعظم او نورو مسؤلینو ګډون کړی و.
 د اداري چارو مرستیال د پولیسو د روزنې  په برخه کې د اداري معینیت د لاسته راوړنو د یادولو ترڅنګ ټولو قدمو ته د اسلامي امارت د مشرتابه د پریکړو د بشپړې پلي کولو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.