۳۶ تنه نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له ځانګړو زده کړو فارغ شول
په همدې موخه جوړيو شويو مراسمو کې چې د پوليسو قومندانۍ په روزنېز مرکز کې جوړ شوي وو، ۳۶ تنه د “ د نشه يي توکو پېژندل” په نامه له مياشتنيو زده کړو فارغ شول.
په مراسمو کې د نشه يي توکو سره د مبارزې مرستيالۍ د دفتر رييس مل پاسوال مولوي حسيب الله احمدي فارغينو ته د مبارکۍ ترڅنګ له دوی وغوښتل چې خپل مسؤليتونه دې د شريعت او قانون په رڼا کې ترسره کړي.
همداراز ، ددغه مرستيالۍ د لابراتوار اوڅېړنو د تدقيق مدير عبدالقديم فضلي، د ځانګړو ځواکونو قومندان مولوي عبدالله او د همغږۍ رييس مولوي شمس الله ارشاد په خپل وار خبرې وکړې او فارغينو ته يې مبارکي ورکړه.