په اوو ولایتونو کې؛ د چرسو کښتونه له منځه یوړل شول او ۹ تنه ونیول شول
د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، په ۱۱ جریبه ځمکه کرل شوي چرس اړولي.
دغه راز، ۶ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په بلخ کې، دوه تنه په کنړ او بامیانو کې، یو تن چې ۲۰ کیلو ګرامه شیشه یې په صادراتو توکو کې په ډیر مهارت سره ځای پر ځای کړي وو د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې او یوه اندازه اومان په ارزګان او دایکنډي ولایتونو کې له منځه وړي.