الحاج مولوي ضیا الحق حامد د تخار ولایت امنیه قومندان په توګه معرفي شو
د پیژندنې مراسمو ته د یاد ولایت محلي مسوولین، قومي مشران، خبریالان او ځوانان ورغلي وو.
ښاغلي حامد په خپلو خبرو کې، د یاد ولایت خلکو ته وویل چې هیڅ چا ته به د راغلي امن د اخلالولو اجازه ورنکړي او که هر چا دا چاره تر سره کړه د قانوني چلند سره به مخ شي.
ده دغه راز په خپلو خبرو کې، زیاته کړه چې دا د سولې او یووالي نظام دی او دلته باید ټول په یووالي او همدلی سره خدمت وکړو.