په لسو ولایتونو کې؛ د نشه یي کروندو اړولو ترڅنګ ۱۶ کسان نیول شوي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۴:۵۰
بیسشسیبش

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د یادو توکو د خرڅلاو په تړاو ۴ تنه په کابل، درې تنه په نیمروز، درې تنه په لغمان کې له ۳۴ کیلو شیشې او ۵۵۰۰۰۰  پاکستانۍ کالدارو سره، دوه تنه له ۳۴ کیلو نشه یي توکو سره په غور، ننګرهار کې یو تن له ۹ کیلو شیشې سره، هرات کې یو تن له ۳۳ کیلو شیشې سره او په کندهار کې یو کس له ۵ کیلو ایف نشه یي توکو سره نیول شوی دی.
همداراز، یادو منسوبینو په میدان وردګ ولایت کې د نشه یي توکو کروندې اړولي او د ارزګان ولایت په چنارتو  او چوره ولسوالۍ کې یې درې جریبه کوکنار له منځه وړي دي.