ننګرهار ولایت ته د کورنیوچارو وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني سفر.

د کورنیوچارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د ننګرهار ولايت مقام کي د یاد ولایت پوهنتون استادانو علماوو، قومي مشرانو او قومي مخورو سره وکتل.
دې لیدنه کې د علماوو په استازیتوب مولوي الله محمد وویل: مونږ به د کامیابۍ دعاوې درته کوو، خو تاسو مسؤلین ولس ته د خدمت کولو په امتحان کې یاست، حاکمانو ته مو مشورې دي چې ولس او دین ته د خدمت په موخه دروازې پرانیزئ.
د پوهانو او استادانو له لوري ښاغلی بهسودوال وغږېدهٔ:
شپیته کاله پخوا دلته پوهنتون جوړ شوی، د ننګرهار اکثره وګړي محصلین دي او علمي کچه یې لوړه ده نو باید د امارت رهبري ننګرهار ته د علمي سکټور په برخه کې ځانګړې پاملـرنه وکړي. بهسودوال زیاته کړه: سږ کال د اقلیم بدلون تر نوم لاندې نړیوال کنفرانس لرو تاسو سر له اوسه ورته دعوت یاست.
د خصوصي پوهنتونونو په استازولۍ ښاغلي احمد طارق وویل:
مونږ خپل دین لپاره تر خپل سر تیر یو. په پوهنتونونو کې دې د نجونو تعلیم پیل شي، هر ډول شرایط چې وضع کېږي، دا مسلمان ملت دی؛ نه یوازې یې مني، بلکې په تطبیق کې یې تکلیف هم نه احساسوي. افغانان نباید مجبور کړا شي چي خپلې لوڼې او خویندې نورو ځایونو ته بوځي، چېرته چې یې د محیط په جوړولو او ډیزاینولو کې مونږ هېڅ نقش نه لرو.
قومي مشر فریدون مومند وویل: ملت باید په حکومت کې ځان وویني، مونږ په غرونو کې اطاعت کړی، دلته په هواره کې خو اطاعت لا اسانه دی. ملت خپل مسؤلیت ترسره کړی او اوس یې وخت دی چې حکومت هم خپل مسؤلیت ادا کړي.
قومي مخور او دیني عالم مولوي نورالله ناصر ټینګار وکړ چې کار دې د کار اهل ته وسپارل شي.
قدرمن خلیفه صاحب دې ناستې ته خپله وینا کې وویل چې ننګرهار د علم او کلتور کور دی، د علم او فن یو آدرس دی؛ ستونزې او نیمګړتیاوې شته، خو په صبر او حوصله به یې د لمنځه تلو په موخه ګډ کار کوو. ستاسو په نېکو مشورو خوشحاله شوم، تاسو د زړه له اخلاصه وغږیدئ. مونږ دلته خپلو مسوولینو ته ولس سره د ښه چلند خبرې وکړې او سپارښتنې مو ورته وکړې. کومې ستونزې او غوښنتې چې زمونږ اړوند دي، ان شاءالله ژر به یې حل کړو او کومې خبرې یا پیغامونه چې مو شیخ صاحب حفظه الله ته لرل، زه به یې ور و رسووم.
ښاغلي حقاني زیاته کړه چې د ننګرهار ولسونو تل د یرغل او شریرو کړیو پروړاندې د مجاهدینو ننګه او ملاتړ کړی دی، خدای ج دې یې اجر درکړي او مونږ سره هم دا محاسبه شته ده.