سمنګان؛ پولیسو د شاوخوا ۲ زره کیلو نشه یي توکو د سوځولو ترڅنګ ۵۰ کسان نیولي
د سمنګان ولایت امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په تېر یو کال کې ۲۹۶۰ کیلو نشه یي توکي، چې اپين، پوډر، شيشه، شراب، ومان او نشه یي ګولۍ وې، د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ترلاسه او سوځولي دي. پولیسو د یادو پېښو پرمهال ۵۰ کسان هم نیولي دي.
په ورته وخت کې، یادو پولیسو په سمنګان کې د تېر یو کال راهیسې د نشه یي توکو ۹ کارخوني موندلي او له منځه وړي دي.