د جنايي جرمونو په تړاو ٤٦ کسان ونيول شول

د هرات امنیه قومندانۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په یو عملیات کې نهه کسېزه ډله وسله وال غله، چې دشپې په تیاره کې به یې د خلکو موټرونه، مبایلونه او نور ګرانبیه شیان شوکول د هرات ښار په دولسمه ناحیه کې نیولي او ورسره لسګونه غلا کړي مبایلونه او یو موټر سایکل یې ترې ضبط کړی دی.
په ورته وخت کې، د کابل پولیسو په یو پلټونکي عملیات کې د هیوادوالو ۱۱۰ ټوکه پاسپورټونه، چې د نور په نوم یو ګرځندوی او توریستي شرکت ترې د تحصیلي بورسونو د ویستلو په پلمه ټول کړي وو، د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې موندلي او بېرته یې خاوندانو ته سپارلي دي.
د یاد غولوونکي شرکت مسوول کسان د پلټنو لپاره امنیتي ځواکونو سره دي او قانون ته به وسپارل شي.
بل پلو، امنيتي ځواکونو بلخ کې اته تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو، دوه تنه د غلا په تړاو، څلور تنه د اخلاقي فساد په تړاو او يو بل تن د چړې وهلو په تور د هرات ښار په پنځمې، شپږمې او اوومې ناحیه کې نيول شوي دي.
په یو بل خبر کې؛ کندز کې شپږ تنه د انسان تښتونو، اداري فساد او نورو جرمونو په تړاو، څلور تنه د اخلاقي فساد په تړاو، یو تن د یو بل تن د قتل د هڅې په تړاو او دوه تنه د غیر قانوني وسلو لرلو په تړاو له یو میل کلاشینکوف، یو میل ۸۲ توپ او یو میل هاوان سره د سرپل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نیول شوي دي.
همدا راز، ملي پولیسو په اروزګان ولایت کې یو تن د غیر قانوني وسلو ساتلو په تړاو، دوو تنه د اخلاقي فساد په تړاو، یو غل او یو تن د اسنادو جعلي کولو په تړاو په پکتیکا او دوه غله په پکتیا او بغلان ولایتونو کې نیولي دي