په ۴ ولایتونو کې؛ له ۱۰۰ جریبه څخه زیاته ځمکه چې کوکنارو پرې کرل شوي وو، له منځه وړل شوې او ۱۴ تنه نیول شوي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۱۲:۳۱
سبلیشسبیبسی

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د کوکنارو د لمنځه وړلو د کمپاین په لړ کې، ۱۰۹ جریبه ځمکه د بدخشان ولایت په خاش ولسوالی کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.
دغه راز، د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د نشه یي توکو یوه کارخونه په کابل کې کشف او ۶ تنه یې د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیولي.
بل لورته، د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۷ تنه په هرات ولایت کې د نشه یي توکو او الکولي څښاک د خرڅلاو او یو بل تن یې د ۵۵۰ دانو تابلیت که سره په ننګرهار کې نیولی.