د کورنیو چارو وزارت مشرتابه نن له غرمې وړاندې د ډنمارک، ناروې او جرمني هیوادونو له مسلمانو دیني علماوو سره د یاد وزارت په انګړ کې ولیدل.
په دې لیدنه کې، د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق اخند " همکار" سربېره، د یاد وزارت د مقام ستر سلاکار مولوي عبدالرحیم " ثاقب" د یادو هیوادونو له علماوو سره په بېلابېلو، امنیتي، ښوونې او روزنې او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې بحث او خبرې اترې وکړې.