د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د جوزجان ولایت دښت لیلي ته ولاړ.

سه شنبه (۱۵ جوزا ۱۴۰۲)
هلته په رسېدو یې د مازدیګر لمونځ ادا کړ، د قرآن کریم تلاوت یې وکړ او د شهیدانو ارواو ته یې دعا وکړه.
قدرمن خلیفه صاحب وویل: د لیلي دښتې شهیدان د اسلام «نوم ورکي سپاهیان» دي چې مظلومانه شهیدان کړل شول. د اسلام د شهیدانو دا ستره قافله یوازې یو نوم لري او هغه «د دښت لیلي شهیدان» دي. د دوی سپېځلو وینو د هغوی د قاتلانو ګرېوان ونیوهٔ، ذلیل او رسوا یې کړل. دې قاتلانو سره به د الله ج سخت حساب هم کېږي؛ دا جنګي جنایات به تاریخ هېر نه کړي.
د جوزجان محلي چارواکو د شهیدانو د وینو د حرمت د ساتلو په پار د پېښې له ځایه د یوهٔ دېوال د راتاوولو، د یوهٔ منار او هلته د جومات د جوړولود پلان خبره وکړه چې خلیفه صاحب یې د تطبیق لارښوونه وکړه او په دې موخه یې مالي مرسته هم وکړه.