هلمند کې پولیسو څلورغله نیولي دي

farhadi-moi
شنبه ۱۳۹۷/۱۱/۶ - ۹:۴۶
moi

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې ملي پولیسو؛ هغه څلور تنه غله نیولي، چې د واشېر ولسوالۍ اړوند سیمو او همداراز د ګرشک ولسوالۍ د ښار پر لویه لاره ګڼه ګوڼه سیمو کې به یې په غلا لاس پورې کوه. 
له نیول شويو غلو څخه یو عراده مازدا موټر او یو شمېر لمریزې هېندارې د پولیسو لاسته ورغلې دي.
د دې ترڅنګ، د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ پولیسو هغه ترهګر چې د امنیتي ځواکونو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او د دولتي منسوبینو په نقلیه وسایطو کې یې ریموټ کنټرول ماینونه ځای پر ځای کوه؛ نیولی دی.
د پولیسو له لوري نیول شوي ترهګر په خپل جرم اعتراف کړی دی.