په ۵ ولایتونو کې؛ د نشه یي توکو یوه کارخونه کشف او ۲۶ تنه نیول شوي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۱۸:۱۴
frrd

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو یوه کارخونه له ټولو توکو سره کشف او ۲۳ تنه یې په اړه د سمنګانو ولایت په دره بالا ولسوالی کې نیول شوي.
دغه راز، د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، یو تن له ۱۶ کیلو ګرامه نشه یي توکو سره د سمنګانو په ولایت کې، ۲ تنه د ۶۰۰۰ کیلو ګرامه اومانو سره په هرات ولایت کې او په ډیره پیمانه نشه یي توکي او د اومان بوټی په غور او بامیانو ولایتونو کې کشف او سوځول شوي دي.