د نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال د ریاست الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره وکتل

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۹:۱۴
frtgt


په دغه کتنه کې د نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال الحاج لوی پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار په نشه د روږدو کسانو د درملنې او په دغه لار کې د پرتو ستونزو په هکله ښاغلي حنفي ته معلومات ورکړل.
وروسته ښاغلي حنفي د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال ته په نشه د روږدو کسانو د درملنې په موخه د هر راز همکاری ډاډ ورکړ وویل چې اسلامي امارت په ټول توان د نشه یي توکو سره مبارزې ته ژمن دی.