د جنایي جرمونو په تړاو د ۳۷ تنو نیول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۹:۵۰
vbbbbb

یاد نیول شوي کسان، د غلا، وژنې، د پیسو غیرقانوني لیږد او نورو جنایي پیښو په تړاو په تخار، کندز، کابل، بلخ او غزني کې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي.
د تخار امنیه قومندانی منسوبینو، ۵ تنه د وژنې په تړاو د دغه ولایت په چاه آب ولسوالی کې، یو تن یې د وهلو ټکولو په تړاو د دشت قلعې په ولسوالی کې، دوه تنه د کورونو د غلا په تړاو، دوه تنه د سرو زرو د غلا په تړاو او یو بل تن د موټرو د غلا په تړاو د یاد ولایت په تالقانو ښار کې نیول شوی.
په همدې حال کې، ۵ تنه د عامه امن د اخلالولو په تړاو د کندز په دریمه ناحیه کې، دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په لومړی ناحیه کې، دری تنه د غلا په تړاو په علي آباد ولسوالی کې د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له لوري نیول شوي.
بل لورته، د پولیسو ځواکونو ۷ تنه د غلا، وژنې او نورو جنایي جرمونو په تړاو د بلخ ولایت په بلخ، شولګرې، چارکنت او شورتیپې ولسوالیو او یو بل تن د غلا په تړاو د غزني ولایت په اندړ ولسوالی کې نیولی.
د یوه بل خیر له مخې، دوه تنه د مبایلونو د غلا، یو تن د الکولي څښاک په تړاو او دری تنه نور د اخلاقي فساد په تړاو د کابل ولایت په دوهمه ناحیه کې د پولیسو له لوري نیول شوي.
دغه راز، سرحدي پولیسو یو تن د ۱۰۰ زره درهمو او ۲۵ زره یورو د غیرقانوني لیږد په تړاو د کابل نړیوال هوایي ډګر څخه نیولی.
نیول شوي کس یاد پیسې په ماهرانه ډول په یوه سفري بکس کې ځای پرځای کړې وې او غوښتل یې چې متحده عربي اماراتو ته یې ولیږدوي.