شاوخوا ۸۵ جریبه کوکنار اړول شوي

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۱۰:۴۷
یسظظرزظ

د نشه یي توکو د کرکیلې د لمنځه وړلو د کمپاین په لړ کې، دا ځل د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۲۰ جریبه ځمکه د ننګرهار په نازیانو کې، ۱۹ جریبه ځمکه د کندهار په تخته پل کې، ۱۱ جریبه ځمکه د لغمان په علیشنګ کې، ۱۱ جریبه د هلمند په ناوې، باغران، نادعلي او کجکي ولسوالیو کې، ۱۰ جریبه د هرات په انجیل،غوریان، کشک کهنه او شیندند ولسوالیو کې، ۳ جریبه د زابل په اټغر کې، ۱۰ جریبه د فراه په بالا بلوک کې او یو جریب ځمکه یې د کنړ په نرنګ ولسوالی کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.
دغه راز، په هغه ځمکو چې د نیمروز په دلارام کې کوکنار کرل شوي وو، د یادو ځواکونو له لوري واړول شوې.