۳۳ تنه د هیواد په ۹ ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو تړاو نیول شوي
نیول شوي کسان د غلا، وژنو، تېرایستنو او اخلاقي ورانکاریو په تړاو په ننګرهار، فراه، کندز، سرپل، پکتیا، غزني، هرات، لوګر او خوست کې نیول شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ منسوبینو ۹ تنه هغه مهال نیولي، چې غوښتل یې په سپين غر پوهنتون کې د پیسو لپاره د نورو کسانو په ځای ازموینه ورکړي. دغه راز، ۵ تنه د فراه ولایت په انار دره ولسوالۍ کې د ۱۴۰ زرو افغانیو د غلا په تړاو او درې غله د کندز ښار په دریمه ناحیه کې د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې پولیسو نیولي دي.
له بل لوري، د سرپل د امنیه قومندانۍ امنیتي ځواکونو ۶ تنه د اخلاقي بې لاریو په تړاو، یو تن په ګوسفندي ولسوالۍ کې د خپل زوی د وژلو او یو بل تن د یاد ولایت په اړوند سیمو کې د یو بل کس د وهلو ټکولو په تړاو نیول شوی دی.
همدارنګه، دوه تنه په پکتیا مرکز ګرديز کې د غلا، یو تن په خوست کې د ۱۰۰ زره افغانیو او وسایلو د غلا په تړاو او یو غل د هرات ښار په دویمه ناحیه کې پولیسو نیولي دی.
په یو بل خبر کې، د تروریزم په وړاندې د مبارزې پولیسو درې تنه په هرات او لوګر کې له ګڼ شمېر وسلو او مهماتو سره نیولي دي. په نیول شوو مهماتو کې ۴ میله کلاشینکوفونه، ۴ میله تومانچې، زرګونه د دهشکې، ایم ۱۶، کلاشینکوف، پیکا مرمۍ او نور پوځي تجهیزات شامل دي.