د پکتیکا ولایت مرکز، سروضې او ارګون ولسوالیو اړوند سیمو کې کشفي عملیات ترسره شو

د ملي پولیسو ځواکونو د پکتیکا ولایت مرکز، سروضې او ارګون ولسوالیو اړوند سیمو کې کشفي عملیات ترسره کړي دي چې په ترڅ کي یې ۱۰۷ میله بېلابېلې وسلې، یوه اندازه مهمات او نظامي تجهیزات کشف او ترلاسه کړل. د قضيې په تړاو دري تنه نيول شوي دي.