د اسلامي نظام راتګ د هیواد د شهیدانو د وینو محصول ده.

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۷/۲۷ - ۱۲:۱۰
1112

 

خلیفه صیب سراج الدین حقاني

تیره ورځ کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني د هیواد په مرکز کابل انټرکانټنینټل هوټل کې د استشهادي شهیدانو له وارثانو سره غونډه وکړه.
د کورنیو چارو وزیر په خپله وینا کې د شهیدانو او مجاهدینو د جهاد او قربانیو ستاینه او قدرداني وکړه او دوی یې د اسلام او هیواد اتلان وبلل.
ښاغلي حقاني د فدایانو د یادګارونو، پاک زړیتوب، تقوی او کارنامو څخه په تفصیل سره یادونه وکړه او هغوی یې د مؤمن ملت اتلان یاد کړل.
حقاني زیاته کړه: اوس باید مونږ او تاسې د خپلو شهیدانو د ارمانونو د هر قسم خیانت نه ځان وساتو.
د غونډې په پای کې د شهیدانو کورنیو ته لس لس زره افغانۍ او لباسونه تقسیم او د هر فدایي کورنۍ ته د یوې یوې نمرې ورکولو ژمنه وکړه.