د بلخ کلدار ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکه شوه
![7](/sites/default/files/2021-07/221308450_2069782533159633_5242950539591994732_n_1.jpg)
ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولسي بسیج په ملاتړ د بلخ ولایت کلدار ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکه کړې ده.
په دې عملیاتو کې ۲۰ ترهګر طالبان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
د یادونې وړ ده چې په دې ولسوالۍ کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او ولسي بسیج چاڼیز عملیات روان دي.