کابل، پروان او ننګرهار کې څلور تنه د نشه یي توکو او مهماتو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۱۱:۳۱
6

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، پروان او ننګرهار ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د نشه یي توکو او مهماتو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي. 
د یادو کسانو له ډلې؛ کابل کې یو کس د نشه یي توکو د پلور او یو کس د مهماتو د قاچاق، د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې یو کس له ۱۵ کیلوګرامه چرسو او همدارنګه په ننګرهار کې هم یو کس له ۵۹ کیلوګرامه هیرویینو، ۱۹۰ کیلوګرامه تریاکو، ۱۵ کیلوګرامه امفتامینو، ۹۰ کیلوګرامه چرسو او یو اندازه کېمیاوي موادو او تېزابو سره نیول شوي دي. 
بلخوا؛ په خوست کې هم د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې یو اندازه الکولي څښاک او کا نشه کوونکي تابلېتونه ترلاسه شوي دي.