د کورنیو چارو وزارت سرپرست: میرویس قهرمان افسر او د زړورتیا الګو دی

د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال نن په خپل کاري دفتر کې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو افسر میرویس د دې له امله چې په هرات ولایت کې یې موټربم شنډ کړ، وستایه.
جنرال عبدالستار میرزکوال میرویس اتل افسر او د مېړانې الګو یاد کړ او د نوموړي د سرښندنې درناوی یې وکړ.
میرویس څو ورځې دمخه د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د ترهګرو یو موټربم هدف ته له رسېدو مخکې شنډ کړ او د دې چارې په وسیله یې د ګڼو امنیتي ځواکونو له مرګ ژوبلې مخنیوی کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د دې افسر د مېړانې او زړورتیا له کبله نوموړي ته د دوهم څارنۍ رتبه ورکړه.